AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۷ ۲۱:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85532693
T T
۰ Persons
په ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې یو پټنځای له منځه یوړل شو

ننګرهار- ایرنا- د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د یو پټنځای د له منځه وړلو خبر ورکړ.

په ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو نن رسنیو ته وویل، د مومندرې ولسوالۍ په دکی سیمه کې د داعش وسله والې ډلې پر یوه پټنځای د امنیتي ځواکونو ځانګړي عملیات پای ته رسېدلي او په پایله کې یې د داعش وسله والې ډلې یو مرکز یوړل شوی دی. 

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د ذکرالله په نوم د داعش ډلې یو غړی چې په ابو شیر مشهور و، هم وژل شوی دی. د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر هم وويل چې له دغه پټنځاى څخه يوه اندازه پوځي مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .